د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د طالبانو له لوري د روغتيايي نیمه لوړو زده کړو څخه د نجونو د مخنيوي په اړه په يو بیان کې ويلي چې دا چاره به افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو راتلونکی له ګواښ مخ کړي.
یاد سازمان د يوې اعلامیې په خپرولو له طالبانو غوښتي چې په خپله دغه پرېکړه باندې له سره غور وکړي او بېرته نجونو ته اجازه ورکړي چې د روغتيايي نیمه لوړو زده کړو ته لار پيدا کړي.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وايي، له وړاندې هم په افغانستان کې روغتيايي خدمتونه او په ځانګړي توګه ښځو ته روغتيايي خدمتونه ناکافي دي چې له دغې چارې سره به دا خدمات لا کم رنګه شي.
طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې نجونې د روغتيايي نيمه لوړو زده کړو انسټیوټونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه.