افغانستانخبرونهنړۍ

سوریه کې د وضعيت ترینګلتیا؛ ۱۰۰۰ افغان کډوال په نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي

په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د وسله والو د بریدونو له زیاتوالي سره په دغه هېواد کې د هغو افغان کورنيو ژوند له نامعلوم برخلیک سره مخ دی چې په دغه هېواد کې له کلونو راهېسې د کډوالۍ ژوند کوي.

د انډېپنډنټ فارسي په يو راپور کې راغلي چې د افغان کډوالو شاوخوا ۳۳۰ کورنۍ په سوریه کې شته چې د وګړو شمېر يې تر ۱۰۰۰ کسانو رسېږي او اکثریت يې د افغانستان هزاره توکمي شیعه ګان دي.

دغې رسنۍ په يو راپور کې ويلي چې د يادو افغان کډوالو ژوند ځکه له ګواښ سره مخ دی چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد وسله وال سني مسلمانان دي او د بشار الاسد د شعيه مذهبي حکومت پر ضد راپورته شوي دي.

دغې رسنۍ په سوریه کې د يو مېشت افغان کډوال له قوله لیکلي چې دغلته مېشت افغان کډوال اکثریت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يونیسیار) سره د پناه غوښتنې قضیې لري او درېیم هېواد ته د تګ په تمه پراته دي.

له تېرو دوو اوونيو راهېسې په سوریه کې د تحریر الشام وسله والې ډلې په مشرۍ بېلابېلو ډلو د حکومت پر ضد جګړه پيل کړې او له تېرو څو ورځو راهېسې يې پرلپسې ځينې ښارونه نيولي دي.