افغانستانخبرونه

زابل کې د شپږو میاشتو پرمهال د مختلفو جرمونو په تور ۱۰۸ کسان نیول شوي

د زابل امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰۸ کسان نیولي دي.

د زابل امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند ذبیح‌الله جوهر ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د جنایي جرمونو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او همدا لامل دی، چې د تېر په پرتله دغه ولایت کې د جرایمو ګراف ۵۰ سلنه ټيټ شوی او دوی هڅه کوي چې د لا نور کار په کولو سره دغه کچه صفر ته راکښته کړي، خو له خلکو هم غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

جوهر زیاتوي:«د زابل مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ بېلابېلې جنایي پېښې ثبت شوي چې په دې تړاو ۱۰۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي او لا هڅه کې یو چې خلکو ته ډاډمن امنیت رامنځته کړو.»

بلخوا د زابل اوسېدونکي له مسوولانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي او وایې، چې لاهم په دغه ولایت کې غلاوې، هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې د عام خلکو ژوند تریخ شوی دی.

که څه هم نیول شوي کسان په خپلو کړو کارونو پښېمانه دي خو وایي، د کار نشت او د کورنۍ اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوي چې ناقانونه کړنو ته مخه کړي.