د طالبانو ستره محکمه وايي، د کابل ښاري محاکمو لومړنۍ محکمې دوه کسانو ته تعزیري سزا ورکړې.
د طالبانو سترې محکمې څخه(یک شنبه،۱۸ د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، یادو دوو کسانو ته یې د نامشروع اړېکو(زنا)په تور عام محضر کې سزا ورکړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو دوو کسانو یې هر یو یې ۳۹-۳۹ درو وهل شوي دي او د درې-درې کلونو د بند سزا هم ورکړل شوې.
له دې یوه ورځ وړاندې طالبانو په کاپیسا کې هم پنځه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو محکوم کړي وو.
د طالبانو له خوا د دغه ډول سزاوو عملي کیدل په نړیواله کچه انتقادونه راپارولي دي. که څه هم د بشري حقونو بڼسټونو او د اروپایی ټولنې استازي په افغانستان کې د دغه ډول سزاگانو د بیا عملي کیدو له امله سخته اندیښنه ښيي او له بشري حقونو څخه د سرغړوني د پای ته رسیدو غوښتنه کوي، خو طالبانو تراوسه پورې دغه ډول انتقادونو ته کومه پاملرنه نه ده کړې.