د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي چې د سالنګ لویه لاره چې تېره شپه د سختو واورو او توپان له کبله تړل شوې وه؛ نن(یک شنبه،۱۸د لېندس) سهار لس بچې د وړو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په خپله اېکس پاڼه د یادې لارې د بیرته پرانیستل کیدو خبر ورکړی دی.
د ده په وینا د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي او لاره په عادي ډول د موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوې ده.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي چې، د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او هره ورځ سلګونه باروړونکي او مسافروړونکي لوی او کوچني موټر پر دې لارې تګراتګ کوي.