افغانستانخبرونه

باميانو کې دوه کان کېندونکي مړه شوي

په بامیانو کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز نېونې له کبله دوه کان کېندونکو خپل ژوند بایللی دی.

په بامیانو کې د طالبانو امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پېښه تېره ورځ(شنبه،۱۷د لېندۍ)په سیغان ولسوالۍ اړوند د«خواجه ګنج» کلي د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د يادې قوماندانۍ د اور وژنې د څانګې کارکوونکو له پېښې وروسته دا دوه مړي له کان څخه را ایستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي. 

د طالب چارواکو په وینا، د دې پېښې قربانيان ځايي اوسېدونکي دي.

بلخوا کان کېندونکي کارګر وايي، د کان تونل ته د ننوتو پرمهال دا وېره ورسره مل وي چې دا به یې د ژوند وروستۍ شېبې وي، خو په وینا یې، خراب اقتصادي وضعیت دې کار ته اړ کړی دی.

 دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونو کې ورته پېښې شوي، چې یو شمېر کارګران په کې قرباني شوي دي.