خبرونهنړۍ

نتنیاهو د فساد په تور محاکمه کېږي

د اسرائیلو لومړی وزیر د فساد او له موقف څخه د ناوړه ګټې اخېستو په تور باندې محاکمه کېږي او ټاکل شوې چې پر ځایي وخت نن محاکمې ته حاضر شي.

دغه ۷۵ کلن اسرائیلی چې د خپل هېواد په تاریخ کې یې د لومړي وزير په توګه تر ټولو اوږده دنده ترسره کړې، لومړنی لوړپوړی شخص به شي چې د فساد له امله به محاکمې ته وړاندې شي.

پر نوموړي تور دی چې له قدرت څخه په ناوړه ګټې اخېستو يې فساد کړی، د رسنيو مسوولینو ته يې د خپل فساد د پټېدو او نه نشر په موخه پيسې ورکړي دي.

پر هغه ۲۰۱۹ کال کې د فساد تور پورې شوی خو هغه درې ځلي دا تورونه رد کړي دي.

په داسې حال کې چې اسرائیل اوس په جګړه ييز وضعیت کې دی، ټاکل شوې چې هغه به اوونۍ کې درې ځلې محکمې ته حاضررېږي او د خپل فساد په اړه به سپيناوی ورکوي.