
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د حج مراسمو د ترسره کېدو وروسته په روان کال کې د عمرې ادا کولو په موخه د عمرې زائرینو لومړنۍ الوتنه د کابل له نړیواله هوایي ډګر څخه سعودي عربستان ته ترسره شوه.
په دې الوتنه کې ۸۲ افغان زائرین د عمره د مراسمو د ادا کولو لپاره مکې او مدینې ته روان شول.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د چارواکو په وینا، د کابل څخه د عمرې زائرینو د لېږد بهیر د کورنیو هوايي شرکتونو په همکارۍ او د اړوندو ادارو په ملاتړ پیل شوی او په راتلونکو اوونیو کې به په مرحلهیي ډول دوام وکړي.
دغه چارواکو زیاته کړه، سږ کال له ۷۰ زرو څخه زیاتو افغان وګړو د عمره لپاره نوملیکنه کړې ده، چې ډېره برخه به یې په راتلونکو میاشتو کې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.