افغانستانخبرونه

تر حقاني وروسته د ستانکزي نیوکې؛ د زور حکومتونه همېشه ړنګ شوي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وايي، په زور باندې حکومتونه نه کېږي او تل هغه حکومتونه ړنګ شوي چې په زوره یې حکومت کړی دی.

عباس ستانکزي دا څرګندونې نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل، په زور باندې چې هر چا حکومت کړی، لکه د بشار الاسد يې حکومت ړنګ شوی او بیا د هغه هېواد په تاریخ کې په ډېر بد نوم یادېږي.

نوموړی وايي: «څو ورځې مخکې په سوریه کې یو تحول راغی چې د نیمې پيړۍ يو حکومت چپه شو له بینه ولاړ، د ظلم او استبداد حکومتونه به همېشه همداسې وي، د فشار او زور حکومتونو نتیجه به همېشه همداسې وي، اخر به له منځه ځي، نو راځئ، دا خپل حکومت او نظام په خپل تاریخ کې داسې ولیکو چې راتلونکی نسل موږ ته دعاوې وکړي.»

په کندهار کې د کابینې تر وروستۍ غونډې را پدېخوا دا دوم لوړپوړی طالب دی چې په غیر مستقیم ډول په خپل رهبر (ملا هیبت الله) باندې نیوکې کوي.

تر ده وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم ورته څرګندونې کړې وې.