افغانستانخبرونه

د ناټو د شل کلن حضور پرمهال افغانستان کې ۴۵۷ بریتانوي سرتيري وژل شوي

د بریتانیا پارلمان وايي، دغه هېواد په افغانستان کې د ناټو د شل کلن حضور پرمهال خپل ۴۵۷ سرتيري له لاسه ورکړي او دغه راز ورته دغه جګړه په ۳۰ میلیارد ډالره زیان تمامه شوې ده.

د بریتانیا پارلمان د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د خپل کلن نظامي حضور په تړاو په يو راپور کې دا معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې يوازې ۴۰۵ سرتيري يې په مخامخ جګړه کې وژل شوي او زيات تلفات ورته په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې اوښتي چې هر کال لږ تر لږه ۱۰۰ سرتيري یې د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې وژل شوي دي.

دغه راز د ياد راپور پر بنسټ په دغه شل کلنه دوره کې ۶۱۶ بریتانیوي سرتيري شدید ټپيان شوي هم دي او پر دې سربېره ۷۸۰۷ سرتيري د لږو ټپونو له امله په افغانستان کې د بریتانیا په کمپونو کې په روغتيايي مرکزونو کې بستر شوي هم دي.