د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او د دوی د مرکزونو د موجودیت ادعا کړې او وايي، په دغه هېواد کې د پټو ترهګرو موجودیت د پاکستان لپاره ګواښ دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې په خپل اوونيز خبري کنفرانس کې ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ موجودیت د افغانستان او پاکستان د خبرو ترمنځ تل د اجنډا د سر خبره وي.
هغې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې او د هغوی مرکزونه شته چې دوی يې په ځلونو دقیق معلومات افغان طالبانو سره شریک کړي دي.
د زهرا بلوچ په وینا په پاکستان کې ټولې ترهګريزې پېښې له افغانستان څخه پلان کېږي او ترهګر هم له افغانستان څخه ورځي.
د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي او تور لګوي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.
خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.