په داسې حال کې چې پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګڼو هېوادونو په غزه کې د بې شرطه اوربند پرېکړه وکړه او ترې يوه ورځ وړاندې نتنیاهو د جګړې پر دوام ټينګار کړی و، تازه سپينې ماڼۍ ويلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر د غزې د اوربند لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سلیوان پرون په یو بیان کې وويل هیله مندي شته چې بنیامین نتنیاهو غزه کې د اوربند د طرحې منلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
هغه زیاته کړې، په لبنان کې تر اوربند وروسته د حماس ډلې په غوښتنو کې تغيرات رامنځته شوي دي.
د جیک سلیوان په وینا داسې ښکاري چې نږدې وختونو کې به غزه کې اوربند او د بندیانو تبادله رامنځته شي ځکه اسرائیلو چمتوالی ښودلی او حماس هم د خپلو غوښتنو په تغير مصروف دي.