افغانستانخبرونه

اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې د پوځي زېرمو وېجاړولو ته دوام ورکړی

په سوریه کې د بشار الاسد د نظام له ړنګېدو وروسته اسرائیلي ځواکونو په دغه هېواد کې پر پوځي اهدافو بریدونه پيل کړي چې په دې وروستيو کې يې ګڼ د پوځي تجهيزاتو زېرمتونونه له منځه وړي دي.

تازه اسرائيلي پوځي الوتکو په دمشق کې د څلورمې فرقې پر مرکزي دفتر او د دمشق په ختیځ کې د شپاړسمې لوا په مرکزونو بریدونه وکړل چې په زیاته اندازه چاودیدونکي راکټونه وتوغول شول او دغو مرکزونو کې سلاح کوټونه يې له منځه يوړل.

اسرائيلي لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، دا ډار لري چې دغه وسلې به د هغو وسلو ډلو لاس ته ورشي چې د تېرې یکشنبې په ورځ يې بشار الاسد حکومت رانسکور کړ.