خبرونهنړۍ

په سوریه کې د بشار الاسد د رژيم ړنګېدو د لومړۍ جمعې جشن ونمانځل شو

د سوریې زرګونه اوسېدونکي پرون د جمعې له لمانځه وروسته ښارونو ته راووتل او د بشار الاسد د رژيم د ړنګېدو لومړۍ جمعه يې د جشن په توګه ونمانځله.

خلک د سوریې د اوسني واکمن او د سخت دريځې اسلامپالې ډلې د مشر ابو محمد الجولاني په بلنه ښارونو ته راوتلي وو او د انقلاب دا جشن يې په خوښيو ونمانځه.

د جمعې په ورځ زرګونه سوریايي وګړو د دمشق په تاریخي اموي جومات کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو واټونو ته را ووتل او د شپې تر ترګمۍ يې جشنونه وکړل.

دوی چې نر ښځې بهر را وتلي وو، د سوریې د خپلواکۍ درې رنګه درې ستوریز بیرغونه ورسره وو او د ازادۍ نارې یې وهلې.