سرچینې وايي، د تېر جمهوري نظام یو قوماندان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې خیبر پښتونخوا ته پناه وړې، پرون د نامعلومه وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.
دغه افغان نظامي چې بنارس نومېده او د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورنۍ يو غړي يې د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټلیګراف ته وويل چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې رامنځته شوې ده.
افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د طالبانو له ډاره ګڼ افغان نظامیان اروپايي او امریکايي هېوادونو ته له قانوني تګ سربېره ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته په غیر قانوني توګه تللي چې هلته هم له ډېرو دا ډول پېښو سره مخ شوي.