افغانستانخبرونه

اسپانیه کې د افغان ښځو د بشري حقونو د ملاتړ په موخه غونډه وشوه

د اسپانیا په پلازمېنې المادرید کې د افغان ښځو د بشري حقونو د ملاتړ په موخه غونډه وشوه چې په کې د افغان ښځو د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه شریکه شوه.

په دغه غونډه کې چې پرون د جمعې په ورځ جوړه شوې وه، د اسپانیا د بهرنيو چارو وزیر خوزه مانویل البارس وويل چې د افغان ښځو د بشري حقونو د قضیې حل نړۍوالې جزايي محکمې ته له وړاندې کېدو پرته بله حل لاره نه لري.

هغه وويل: “د افغان ښځو د بشري حقونو قضیه دې، د نړیوالې جزايي محکمې له لاې حل شي.”

د اسپانیا په کوربتوب جوړه شوې دغه غونډه کې پخوانیو افغان سياسي څېرو سربېره د اسپانیا د بشري حقونو او ښځو د حقونو ادارو او د افغان ښځو د حقونو مدافعینو او ښځينه افغان فعالانو هم برخه اخېستې وه.