سرچینې وايي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو د کډوالو چارو د وژل شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په موخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د خلیل حقاني د وراره سراج الدین حقاني کور ته ورغلی و.
د سراج الدین حقاني او ګلبدین حکمتیار پلويانو د سراج الدین حقاني کور ته د حکمتیار د ورتګ انځورونه خپاره کړي او لیدل کېږي چې دواړه له يو بل سره ډېر صمیمانه فضاء کې ويني.
ځينو طالبانو او د حکمتیار پلويانو د حقاني فاتحې ته د حکمتیار ورتګ د ملي يووالي په معنی بللي او دا يې په افغانستان کې د ښې راتلونکې يو سمبول ګڼلی دی.