رسنیو ته سرچينې وويل، چې د هلمند د عامې روغتيا رياست لپاره د طالبانو مخکينی رييس ډاکټر سيد احمد سعيد دوه ورځې وړاندې د ادارې فساد په تور له دندې ګوښه شوی او پر ځای يې کابل کې د هلمند لپاره د طالبانو استازی قاري شفيع الله فیضاني ټاکل شوی دی.
سرچينه وايي، د عامې روغتيا مخکينی رييس سيد احمد سعيد له ډېر وخته په فساد تورن و چې هلمند کې د طالبانو والي عبدالرحمن مسلم کندوزي او استخباراتو څو ځله د هغه د فساد شکايتونه د طالبانو رييس الوزرا ته رسولي وو خو رييس الوزرا ځکه هغه هغه له دندې نشو ګوښه کولی چې د نوموړي پلار د طالبانو د کويټې شورا رييس و او واسطه يې زياته وه.
د سرچينې په خبره د هلمند والي مسلم کندوزي تېره اوونۍ د هبت الله اخندزاده سره غونډه کې د سيد احمد سعيد شکايت وړاندې کړ او بالاخره له دندې ګوښه شو.
د مالوماتو له مخې، هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا شړل شوي رييس په لښکرګاه او ګريشک کې د فساد په پيسو څو مارکېټونه اخيستي او دا لنډو ورځو کې يې د روغتيا په برخه کې MSF مؤسسې څخه سلګونه زره امريکايي ډالر په چل کې غلا کړي دي.