د هرات د کانونو او پټروليم رياست لپاره د طالبانو رييس مولوي فضل احمد خاموش د فساد په تور له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
نوموړي له دندې ناوړه استفاده کړې؛ په قراردادونو او نظارت کې پرې د مالي فساد او خپلوۍ پاللو تور دی.
پر ټولنيزو شبکو طالب فعالانو هم د فساد په تور د نوموړي ګوښه کېدل تائيد کړي.
په دولتي بنسټونو کې د طالب چارواکو د فساد تورونه په وروستیو کې ډېر شوي او تازه تازه خبرونه دا دي چې د هلمند ولایت د عامې روغتیا طالب رییس او د لښکرګاه ښاروال هم په فساد ککړ ګوښه کړل شي.