د بهادر علمدار کورنۍ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند « چهاردي » کلي کې د طالب وسلوالو په لاس د وژل شوي ځوان په حق کې انصاف غواړي.
د مقتول د کورنۍ په وینا، د طالب جنګیالیو او سیمې د قومي مشر حاجي عالم او زوی یې بهادر تر منځ شخړه تېره سې شنبه هغه مهال رامنځته شوه، چې حاجي عالم پر موټر سایکل سپرو طالبانو وغوښتل د کلي منځ کې په لوړ غږ د ( MP3 ) له غږولو ډډه وکړي.
ولسي سرچینې وايي « حاجي عالم د کور مخې ته ولاړ و، چې طالب جنګیالي پر موټر سایکل سپاره و او په ایم پي ټري کې یې لوړ غږ باندې ترانې غږولې؛ عالم ترې وغوښتل چې د ایم پي ټري غږ ټیټ کړي، خو طالبانو دغه خبر بده وګڼله او پر دغه قومي مشر یې مخامخ ډزې وکړې، چې ټپي شو. کله یې زوی بهادر له کوره راووت طالب جنګیالي یې وپوښتل ولې مو زما پر پلار ډزې وکړې!؟ سمدلاسه یې هغه هم وویشت چې ځای پر ځای شهید شو.»
معلومات څرګندوي، قاتلین چې دوه تنه طالب جنګیالي دي، لا هم نه دي نیول شوي، خو د مقتول کورنۍ وايي چې د دوی قاتلین پېژندل شوي کسان دي او هېڅ وخت به یې ونه بښي.
دوی له سیمه ییزه چارواکو غواړي چې د دوی قاتلین ونیسي او قانوني سزا ورکړي.
بهادر علمدار یوه میاشت مخکې واده وکړ او تېره اوونۍ د خپل کور په دروازه کې یې له پلار سره یوځای د طالبانو له خوا په ډزو وویشتل شو چې دی ځای پر ځای مړ او پلار یې ټپي شو.
دا لومړی ځل نه دی چې طالب جنګیالي پر عامو خلکو مخامخ ډزې کوي، تر دې مخکې هم لسګونه دغسې پېښې تکرار شوي چې هېڅ قاتل ته سزا نه ده ورکړل شوې.