د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند طیب حماد وايي چې، پېښه نن(شنبه،۲۴د لېندۍ)غرمه مهال د د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ټوډي او کرولا موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون شپږ ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره پېښه د دواړو موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله شوې او ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې، ډاکترانو یې د ځېنو وضعیت نازک ښودل دی.
بلخوا د لغمان سیمه ییز چارواکي وایې چې، د الینګار ولسوالۍ اړوند«ادهار» سیمه کي د یو موټر سایکل او زرنج ترمنځ په ترافیکي پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
کونړ-جلال اباد، کابل- جلال اباد او تورخم- جلال اباد د هیواد یو له خطرناکو لارو ګڼل کیږي چې، د سړک خرابوالي، کم پلنوالي او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله وخت نا وخت پهکې مرګونې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.