د امریکا د عدليي وزارت اعلان وکړ چې د حاجي عبدالستار بارکزي په نوم يو ۵۹ کلن افغان وګړی يې په ۳۰ کاله بند محکوم کړی دی.
دغه وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو ويلي چې دغه افغان وګړی يې متحده ایالتونو ته د هيروينو د قاچاق د هڅو، د نشه يي توکو د قاچاق له اړخه د ترهګریزو ډلو ـ طالبانو او حقاني شبکې – مالي ملاتړ او د ځينو نورو جرمونو په تور محاکمه کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې بارکزی په تېره اګسټ میاشت کې د دوو هفتو يوې محکمه کې مجرم وپېژندل شو.
د امریکا د مالیې وزارت له لوري په ۲۰۱۲ کال کې حاجي عبدالستار بارکزی له بندیزونو سره مخ شو او پر هغه دا تور پورې شو چې ترهګرو ډلو او طالبانو ته يې په لوړ شمېر کې نغدي مرستې لېږلې دي.