راپورونه وايي، اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو را وروسته په دغه هېواد هوايي بریدونه پيل کړي چې یوازې یې تېرو ۵ ساعتونو کې ۶۱ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
په دغو هوايي بریدونو کې تر ډېره د سوریې نظامي اهداف په نښه کېږي او پر نورو ښارونو سربېره يې د پلازمېنې دمشق ډېرې پوځي اډې، د وسلو زېرمتونونه او نور نظامي ځايونه په نښه کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې د بشار الاسد د نظام له ړنګېدو را وروسته تر اوسه اسرائیلي ځواکونو ۵۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.
یاد سازمان وايي، يوازې په تېرو پنځو ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو د سوریې په خاوره ۶۱ هوايي بریدونه کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې په دغه موده کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري په ۱۳ ولایتونو کې بمبارۍ شوې دي.