د غور سیمه ییز چارواکي وایې چې، په دغه ولایت کې د ګاز ډبې چاودنې پرمهال د یوې کورنۍ پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د غور د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پېښه(یک شنبه،۲۵د لېندۍ)ماسپښين د غور مرکز فیروزکوه ښار اړوند په «الندر» کلي کې د استوګنې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ټپیانو کې څلور ښځې او یو نارینه شامل دی.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې ټپیان د غور ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوي چې، ډاکترانو یې د ځېنو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.
تراوسه د دغې ګازو ډبې د چاودېدو لامل څرګند شوی نه دی.
له دې درې اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې هم په ورته پېښه یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او یو بل ماشوم ټپي شوی و.
د هوا په سړېدو سره د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته کیږي، چې لامل یې تر ډیره له ګاز ډبو سره د کورنیو بې احتیاطي ښودل کیږي.