د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایې چې، د دغه ولایت د دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یو کان د نړېدو په پايله کې ۳۵ کاریګر د کان په داخل کې بند پاتې دي.
د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عصمتالله مرادي ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه(شنبه،۲۴د لېندۍ)د دره صوف ولسوالۍ اړوند« سفیدخاک»سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره د دوی له هڅو سره سره لاهم د کان په داخل کې ۳۵ کاریګر بند پاتې دي.
د هغه په خبره لا تراوسه د بند پاتې کان کېندونکو برخلیک نه دی څرګند خو دوی هڅه کوي چې، بند پاتې ټول کسان ژوندي وژغوري.
د سمنګان سیمه ییزو چارواکو دغه راز له نورو مرستندویه بنسټونو هم غوښتي چې، د یادو کان کیندونکو په ژغورلو کې ورسره مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې کان کیندونکي له ورته پېښو سره مخ شوي دي، چې لامل ډېره د کانونو د کېندلو په برخه کې نامسلکيتوب بلل کېږي.