راپورونه وایي، د روسیې د کیمیاوي دفاع ستر قوماندان جنرال ایګور کرېلوف او مرستیال يې په ماسکو کې د يوې چاودنې پرمهال ووژل شو.
د روسیې د تاس خبري اژانس په يو خبر کې د دغه هېواد د دفاع وزارت د لوړ پوړو چارواکو له قوله دا خبر تایید او نشر کړی دی.
د اوکراین استخباراتي ادارو دغه برید د دوی کار ګڼلی دی.
بلخوا د روسیې د ملي امنيت شورا د رییس مرستیال دیمتري میدیودوف ویلي چې د کیف (د اوکراین د پلازمېنې) چارواکي به ډېر ژر د دغه برید د غچ اخېستو شاهد وي.