افغانستانخبرونه

طالبانو تازه په تازه د پوهنتون يو شمېر استادان د فکري اختلاف له امله منفک کړي.

رسنيو له ننګرهار پوهنتون څخه معلومات ترلاسه کړي، چې تازه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لخوا دې پوهنتون ته د ۴۲ استادانو د منفکۍ مکتوب رسېدلی، خو دا چې د سمستر نهايي ازموينې دي، نو اعلان يې ځنډول شوی دی.

دغه استادان د حزب اسلامي، جمعيت اصلاح، وهابيت او حزب التحرير د غړيتوب له امله له دندو څخه منفک شوي دي: «د طالبانو ټينګار پر همدې دی، چې په دولتي نهادونو کې بايد د دوی د فکر خلاف هېڅ شخص دنده ترسره نه کړي.»

تر دې وړاندې د کونړ، کابل او يو شمېر نورو پوهنتونونو ۱۶ استادان هم په همدې تور له دندو څخه منفک شوي وو.