د طالبانو تر واک لاندې د ازموينو ملي ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، ټاکل شوې د جدي پر ۷ نېټه د جمعې په ورځ ايګزېټ ازموينه واخيستل شي.
خو يو ځل بيا دغه ازموينه د طب په برخه کې د فارغو شويو نجونو له ګډون څخه پرته اخيستل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د روغتيا وزارت او د ازموينو ادارې د طب فارغانو نجونو ته وعده ورکړې وه که اسناد مو لوړو زده کړو وزارت تاييد کړل نو د ايګزيټ ازموينه کې به ګډون وکړئ، خو اوس وزارت او د ازموينو اداره له خپلې ژمنې پر شا شوي او د ازموينې لپاره د نجونو نومليکنه منع ګرځول شوې ده.
د ايګزيټ ازموينه د طب له فارغينو اخيستل کېږي چې برياليو ډاکټرانو ته پکې د کار جواز او په دولتي روغتونونو کې د شموليت اجازه ورکول کېږي.