خبرونهنړۍ

امریکا کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

د امریکا په یوتای ایالت کې د یوې کورنۍ پنخه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د یاد ایالایت پولیسو رسنیو ته ویلي، د سه‌شنبې په ورځ په یوټا کې په یوه کور کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، مړه موندل شوي، او یو ۱۷ کلن ځوان چې په ډزو ټپي شوی و، روغتون ته وړل شوی دی.

د یوټا ایالات په لویدیځ وېلي ښار د پولیسو د ادارې ویاندې، روکسین وینکو ویلي: «چې مړه شوي کسان دوه بالغ کسان، یو ۱۱ کلن هلک، او دوه نجونې دي چې عمرونه یې ۹ او ۲ کاله دي. خو لا هم د دوی د مړینې د لامل په اړه هیڅ معلومات نشته.»

وینکو د چهارشنبې په شپې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا بېخي ویرونکی حالت دی. دا هغه څه دي چې د دې قضیې پر پلټونکو به ژور اغېز وکړي.»

تر اوسه د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل ندی په ډاګه شوی خو وینکو ویلي چې پلټونکی ټیم باور نه لري چې کوم شکمن کس به په تېښته کې وي، او داسې ښکاري چې دا پېښه د کورنۍ ترمنځ د تاوتریخوالي لامله رامنځ ته شوې وي.