افغانستانخبرونه

د کډوالو نړیواله ورځ؛ په نړۍ کې څومره افغانان کډوال دي؟

نن د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړیوالې ورخې په توګه په داسې حال کې اعلانیږي، چې د معلوماتو له مخې، تر لس میلیونه زیات افغانان د نړۍ نږدې سلو هېوادونو ته کډوال شوي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان ویلي: د طالبانو له واکمنۍ وروسته نږدې ۱۱ میلیونه افغانان بې ځایه شوي چې یواځې اته میلیونه یې له هېواد څخه بهر وتلي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ څلور نیم میلیونه افغانان په ایران او شاوخوا درې میلیونه افغانان په پاکستان کې میشت دي، دغه راز ۳ میلیونه او ۲ سوه زره افغانان په کور دننه له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ټولو کډوالو شويو افغانانو يو ميليون يې اروپايي هېوادونو ته پناه وړې او ۸۵ سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډه شوي دي، خو د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، نږدې ۴ سوه زره افغانان په وروستیو کلونو کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان هم ستانه شوي دي.

که څه هم په وروستیو کې سوریې ته د یاد هېواد د کډوالو د بېرته ور ستنیدو خبرونه ورکول کیږي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې؛ سوریه په نړۍ کې لومړۍ هېواد دی چې وګړي یې زیات کډوال دي، اوکراین دویم او افغانستان په دغه برخه کې درېیم مقام لري.

ملګرو ملتونو ویلي، سږ کال په ټوله نړۍ کې د ۴۰ سلنه ماشومانو په ګډون ۱۲۰ میلیونه وګړي په زوره له خپلو کورونو څخه ویستل شوي، دغه راز د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان په کډوالۍ کې زیږیدلي.

د یوې سروې له مخې؛ دا مهال افغانان د نړۍ په ۹۸ هېوادونو کې کډوال دي، خو په ایران، پاکستان او ترکیه کې د ژوند تر ټولو سختې ورځې تیروي.