خبرونهنړۍ

د اسرائیلو لومړي وزیر: د سوریې بفر زون اشغال ته به دوام ورکړو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، تر هغې چې د ډاډمن امنیت تضمین تر لاسه نکړي، د سوریې د بفر زون اشغال ته به دوام ورکړي.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تیره ورځ د تحریرالشام وکمنې ډلې مشر الجولاني په یوې مرکه کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی وو، چې د سوریې له اشغال او په خاوره یې له بریدونو څخه لاس واخلي.

د اسرائیلو لومړی وزیر چې د سوریې د اشغال شوي بفر زون یو شمیر برخو څخه یې لیدنه کوله، ویلي: په سوريه کې له وروستيو تحولاتو وروسته د اسرائيلو د امنيت لپاره د دغه ځای اهميت زيات شوی دی.

هغه وویل: “موږ به په دې مهم ځای تر هغه پاتې شو تر څو د اسرائیلو د امنیت د تضمین لپاره یوه بله حل لاره وموندل شي.