پاکستاني چارواکي وایې چې، په خیبرپښتنونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه هیواد پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دغه ماین چاودنه د خیبرپښتونخوا اړوند په«دېره اسماعیل خان»سیمه کې د پوځیانو پر موټر د ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو پوځيانو په سیمه کې د پولیو واکسین د روغتیایي ټيمونو د امنیت ساتنې مسوولیت پر غاړه درلوده.
له دې یوه ورځ وړاندې د خیبرپښتونخوا ایالت په«کرک»او دغه راز په«بنو»سیمو کې هم د پولیو د واکسین پرټیمونو وسله وال برید کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی و او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي وو.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په پاکستان کې ډير کله د دا ډول پېښو مسولیت ټي ټي پي پر غاړه اخلي.