رسنیو د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي، د ننګرهار جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د یو ځوان مړی چې د کانال اوبو کې غورځول شوی وو، موندل شوی.
دغه سرچینو زیاته کړې، د یاد ځوان مړی چې تر دا مهاله یې هویت او د وژنې لامل یې معلوم ندی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ننګرهار کانال اوبو څخه را ویستل شوی دی.
د معلوماتو له مخې؛ دغه مړی چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوی، په داسې کې موندل شوی وو، چې دواړه لاسونه یې ورتړل شوي وو.
تر دې دمه د یادې پېښې په اړه د طالبانو رسمي سرچینو څخه ندي ویلي، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ګڼ شمېر نورو کسانو مړه جسدونه د کانال له اوبو څخه را ویستل شوي دي.