افغانستانخبرونه

اوچا: ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر«اوچا» وايي چې، په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.

د «اوچا» له لوري(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ)په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې، اوسمهال په دغه هیواد کې له لوږې سربېره میلیونونه افغانان او په ځانګړي ډول ښځې د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي او پر دوی د ژوند کړۍ ورځ تربلې مخ په تنګیدو ده.

په راپور کې راغلي چې له ۲۲.۹ میلیونو وګړو څخه ۲۱ میلیونه یې روغتیاپالنې او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او دغه راز ۱۴.۸ میلیونه نور وګړي کافي خواړه نه لري او ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان د خوراکي توکو په برخه کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې په وینا چې د ۲۰۲۵ کال لپاره بشرپاله سازمانونه کولای شي د ۲۲.۹ میلیونه افغانانو له ډلې څخه یوازې ۱۶ میلیونه کسانو ته د مرستې پوښښ برابر کړي.

 خو د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي بیا پر ښځو کاري محدودیتونه، بې روزګاري، اقلیمي بدلونونه، وچکالي او ویجاړونکي سېلابونه په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې د لوړېدو لاملونه څخه یادوي.