راپورونه وايي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په موخه پکتیا ته تللی او هلته يې د طالبانو د کورنيو چارو وزیر او د خلیل حقاني وراره سراج الدین حقاني ته فاتحه کړې ده.
حامد کرزي چې شاوخوا ۱۴ کاله يې په افغانستان کې حکومت وکړ او طالبانو ته د ورور خطاب کوونکي باندې مشهور و، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته کابل کې پاتې شو او له ډاکټر عبدالله سره يې په ګډه د جمهوریت د سقوط او واک ته طالبانو د رسېدو اعلان وکړ.
حامد کرزی چې ويل کېږي د طالبانو لخوا بهر ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي او دلته پرې هم حلقه راتنګه شوې ده، تازه پکتیا ولایت ته تللی او سراج الدین حقاني ته يې د هغه د تره فاتحه کړې ده.