افغانستانخبرونه

غزني کې دوو ترافیکي پېښو درنه مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، د غزني ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لاره دوه ترافيکې پېښې شوي چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینو تر اوسه د ۲۰ کسانو مړینه تایید کړې او د ټپيان شمېرې تر دې څو چنده ډېرې دي.
غزني کې طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست وايي چې لومړۍ پېښه یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د ګاز له یوه ټانکر سره ټکر کړی او هم‌مهاله دې پېښې ته په پنځه کیلومترۍ کې بیا یوه بل مسافروړونکي موټر له ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.
عیني شاهدان وايي مرګ ژوبلې شمېرې ډېرې لوړې دي.