د حقاني کورنۍ غړي او لوړپوړي طالب انس حقاني هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د هغه کاکا او د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی دی، دی وايي، پر نوموړي برید د داعش خراسان څانګی کړی دی.
خلیل الرحمن حقاني تېره اوونۍ په کابل کې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې د يو ځانمرګي برید پرمهال ووژل شو چې د دغه برید مسولیت داعش خراسان څانګې پر غاړې اخېستی دی.
داسې ګنګوسې وې چې د خلیل الرحمن حقاني مرګ د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو پايله وه؛ خو تازه انس حقاني له العربیه تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې دا اوازې رد کړې دي.
هغه زیاته کړه: «د داعش خراسان څانګه د اسلامي امارت د غړو په منځ کې هېڅ ريښه نه لري او نه هم د افغانستان وګړي، داعش سره لېوالتیا لري.»
دی وايي، خلیل حقاني د خپلمنځي اختلافاتو له امله نه دی وژل شوی او نه هم د طالبانو په منځ کې اختلافات شته؛ خو وايي، د نظر اختلاف له لومړۍ ورځې شته چې دا يو طبعي خبره ده.
د خلیل الرحمن حقاني وراره او د طالبانو د کورنيو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني وايي، په افغانستان کې بنسټيزې پروژې پيل شوي، له نړۍوالو سره اړیکې ښې شوي، خو د داعش په ګډون ځینې ډلې چې نه د افغانستان پرمختګ او ټیکاو نه غواړي، هغوی دا ډول فعالیتونه او تخریبي کړنې ترسره کوي.