افغانستانخبرونه

د کابل-کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو په تلفاتو زياتوالی راغلی

د غزني سیمه ییز چارواکي وایې، چې تېره شپه دغه ولایت کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵۱ کسان مړه شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

 د غزني د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رئیس زرک ځیرک ویلي، چې تېره شپه یوولس بجې لومړۍ پېښه د کابل-کندهار پر لویه لار د دغه ولایت په مرکز کې د یو ٥٨٠ ډوله موټر او ټانکر ترمنځ رامنځته شوې چې، شاوخوا ۲۰ تنه پکې مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره دوهمه پېښه هم د غزني مرکز اړوند«ناني»سیمه کې د یوه لوی مسافر وړونکي موټر او ټېلر ترمنځ رامنځته شوې ده.

د نوموړي د مالوماتو له مخې په دواړو ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسان مړه شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي د پېښې ټپیان یې پر وخت روغتون ته لیږدولي چې ډاکترانو یې د ځينو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

که څه هم د یادو ټرافیکي پېښو د څرنګوالي او علت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي او د لویو لارو خرابي ګڼل کېږي.