د ملګرو ملتونو سازمان وايي سږ کال د ټولې نړۍ په کچه ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کار پر مهال وژل شوي دي.
د یاد سازمان سرمنشي انتوني ګوترېش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سږ ۲۰۲۴ په تېره لسیزه کې د خبریالانو لپاره خونړی کال و.
نوموړی زیاته کړې چې له دې ډلې ۶۰٪ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هغه هیوادونو کې وژل شوي چې په کړکېچ کې ښکېل دي.
ګوترېش د هیوادونو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي دي چې خبریالان د حقیقت لپاره ولاړ دي او نړۍ باید د دوی ترڅنګ ودرېږي.