افغانستانخبرونه

سږ کال له ایران او پاکستانه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان خبر ورکړی چې، په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان څخه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي او بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان د کډوالو د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په یاده موده کې ۱.۱ میلیونه کسان له ایران، ۸۰ زره او ۵۰۰ له پاکستان او سل زره کسان بیا د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې او پولیسو په دغه کار سره د افغان کډوالو ارام اخیستی او د ژوند کړۍ پرې یې تنګه کړې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې د روان کال په اتو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستانه څه باندې ۹۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.