د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) وايي، تېره مياشت د مرستو په وېش کې د طالبانو د مداخلو شمېر ۱۶۴ ته رسېدلی، چې تر هغه د مخکې مياشتې په پرتله ۵۶ سلنه زياتوالی ښيي: «دغه مداخلې ۹۹ سلنه د طالبانو لخوا کېږي.»
ياده اداره وايي، د طالبانو د محدودیتونو له وجې دا مهال د ۷۲ بشري پروژو چارې ځنډېدلې دي: «دغه پېښې تر ډېره د افغانستان په جنوب کې، چېرته چې خلک بيخي ډېر بېوزله دي او ژوند يې په همدې بشري مرستو پايي، رامنځته شوې دي.»
د طالبانو له لوري د بشري مرستو په وېش کې مداخلې او فساد وخت په وخت رابرسېره شوی دی، خو دا ځل د اوچا ادارې د مداخلو تر ټولو لوړ ارقام رسنيز کړي.
په دغو مداخلو کې د مستحقو او بېوزلو په لستونو کې د طالبانو د جنګياليو نومونه ننويستل او په چارو کې د نه مداخلې پر سر ځانګړي مالي امتيازات او رشوت غوښتل شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوچا تېره اوونۍ وويل چې په ۲۰۲۵ کال کې به لږ تر لږه ۲۲ ميليونه افغانان بشري مرستو ته تر ټولو زياته اړتيا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارو د ارقامو له مخې دا مهال د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه عام وګړي د فقر له کچې ښکته ژوند لري، چې که په خپل وخت ورته مرستې ونه رسېږي نو د لوی انساني ناورين د پېښېدو امکان يې لوړ دی.