د ویتنام هېواد پلازمینه هانوي کې په یوه کافه کې د اورلګیدنې له امله ۱۱ تنه مړه شوي.
د را پورونو له مخې؛ د دغه اورلګیدنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي، دغه راز اوه تنه نور په خوندي ډول له اور څخه را ویستل شوي دي.
پولیسو د یادې اورلګیدنې په تور یو کس نیولی، چې پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
هغه ویلي، وروسته له هغې چې د کافې له کارکوونکي سره یې شخړه وکړه، له ډیره قهره یې د پطرولو په مرسته یې کافې ته اور واچوه.