افغانستانخبرونه

فضل محمود فضلي؛ جولاني د افغان نجونو د زده کړو په اړه د افغانستان د دښمنانو کاذب روايت تکراروي

د جمهوري دولت د چارو ادارې عمومي رييس فضل محمود فضلي د سوريې د نوي واکمن الجولاني هغو څرګندونو ته، چې په افغانستان کې د نجونو زده کړو سره ستونزه کلتوري ريښه لري غبرګون ښودلی.

نوموړي په خپله ايکسپاڼه ليکلي: «جولاني هم د افغانستان په اړه زموږ د تاريخي دښمنانو په ځانګړې توګه د ښکیلاک کاذب روایت تکراروي او ملاتړ يې کوي.»

ښاغلی فضلي وړاندې ليکي: «دا غلط روايت بيا بيا له غير افغاني رسنيو څخه خپريږي، ترڅو په هېواد کې د زده کړو د روان بحران پړه د حاکمې استبدادي ډلې او د هغوی د بين المللي ملاتړو پر ځای زموږ په کلتور او ټولنې واچوي».

ښاغلی فضلي زياتوي، چې د حاکمې استبدادي ډلې کړنې زموږ د افغاني ټولنې د دود او کلتور استازیتوب نه کوي؛ بلکې دغه ډله او د دوی د تورې دورې افراطي نظریات په بهر کې تولید شوي او افغانستان ته راوارد شوي دي.

تېره ورځ له بي‌بي‌سي سره په يوه مرکه کې د تحريرالشام ايتلاف مشر الجولاني ويلي وو چې دی نه غواړي له سوريې افغانستان جوړ کړي، او د نجونو ښوونځي وتړي. هغه ويلي وو چې افغانستان يو قبايلي جوړښت لري چې ډېر څه پکې منع دي خو دی يوه مډرنه سوريه ليدل غواړي.