خبرونهنړۍ

سوریه ته د امریکايي ديپلوماتانو سفر؛ پر ابو محمد جولاني لګېدلې جایزه لرې شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) په داسې حال کې چې د ابو محمد الجولاني په مشرۍ د تحریر الشام وسله واله ډله د امریکا له بندیزونو سره مخ ده او خپله د جولاني په سر هم متحده ایالتونو جایزه اعلان کړې وه، دغه هېواد ته د امریکايي پلاوي ورتګ سره دا جایزه لرې شوه.
دغه وسله واله ډله چې د بشاالاسد نظام یې ړنګ کړ او د سوریې په خاوره واکمنه شوه، له امریکا او نورې نړۍ سره یې د تعامل او اړیکو د جوړولو هڅې پیل کړې دي.
د بشار الاسد د رژیم له را پرزېدو وروسته د امریکا د یوې لوړپوړې ديپلوماتې په مشرۍ یو پلاوی سوریې ته تللی دی.
باربارا لیف او همکارانو یې پرون له محمد الشرع (ابو محمد الجوراني) سره لیدلي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې د امریکا لخوا اعلان شوې جایزه لرې شوه. نوموړي باندې له القاعده سره د اړیکو له امله جایزه ایښودل شوې وه او هم د امریکا د بهرنیو تروریستي ډلو په لېست کې خپله جولاني او ډله یې (تحریر الشام) هم شامل ده.
خو لا څرګنده نه ده چې دوی به د امربکا د تور لېست او ممنوع ډلو له لېیت هم بهر شي او که هغې کې به پاتې وي.