افغانستانخبرونه

افغانستان کې له یو کال په کمه موده کې د ۱۲ رسنیو فعالیتونه درول شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

د RSF یا بې پولې خبریالانو ټولنې دفتر مسؤلین وایي، افغانستان کې له یو کال کمه موده کې د ۱۲ خصوصي او دولتي رسنیو فعالیتونه بند کړای شوي دي.

ازادۍ راډیو د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې مشرې سلیا مرسیې له قوله لیکلي: په وروستیو میاشتو کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو “ایډیولوژیک او ځپونکي اقدامات” سخت شوي دي.

هغې زیاته کړې: پر رسنیو لګېدلي محدودیتونه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له توشیح سره زیات شوي دي.

دې سازمان د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو مسئلې ته په اشارې سره چې د امربالمعروف په قانون کې یې یادونه شوې ویلي دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ ټلویزیونونو خپرونې بندې شوي چې دغه شمېر وروسته بیا ۱۲ ته رسیدلی دی.

د RSF د راپور د معلوماتو له مخې ځینې سیمه ایزې رسنۍ چې د موسیقۍ او یا هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له کبله بندې شوي د ژمنې له اخېستلو وروسته د فعالیت اجازه ورکړل شوې خو د دې سازمان په وینا دا د بیان د آزادۍ نقض دی.

RSF په عین حال کې له قید او شرط پرته د طالبانو له بنده د ټولو خبریالانو پر خلاصون په ټینګار سربیره ویلي چې د بې پرې اطلاعاتو خپرول د افغانستان د رسنیو حق دی او طالبان باید نړیوالو منل شویو قوانیونو ته په پام اجازه ورکړي چې د راپور ورکولو بهیر جاري وساتي.