افغانستانخبرونه

افغانستان د کوکنارو پر ځای د زعفرانو کښت ته مخه کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) 

په افغانستان کې د زعفرانو د لوړ کیفیت او نړیوال ملاتړ له امله په دغه هېواد کې زعفران د کوکنارو کښت د بدیل په توګه وړاندیز شوی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام WFP په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو د زغفرانو د کښت  د دودولو او له بزګرو د ملاتړ په موخه، د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د زعفرانو د تخم وېشلو او بزګرو ته د ضروري روزنې ورکړې لړۍ پیل کړې.

د را پورونو له مخې؛ دا پروګرامونه له کروندګرو سره مرسته کوي، ترڅو د کوکنارو پر ځای د زعفرانو کښت ته مخه وکړي او د دې محصول له اقتصادي ګټو برخمن شي.

په هرات کې چې د افغانستان د زعفرانو د تولید مهمه سیمه ده، بزګران د عصري تخنیکونو په کارولو او د روزنې په ترلاسه کولو سره د زعفرانو د تولید د کیفیت او کمیت په لوړولو کې بریالي شوي دي.

دغه بریاوې د دې لامل شوي، چې د افغانستان زغفران په تیرو شپږو کالو کې په نهم ځل، د بلجیم د ذایقې د نړیوالې موسسې په درجه بندۍ کې اول مقام ترلاسه کړي.

د افغانستان زعفران د لوړ کیفیت، د نړۍ په بازارونو کې د مهمو محصولاتو د پېژندنې او نورو ځآنګړتیاوو له امله د سرو زرو په نوم هم یاد شوي دي.

زعفران د خپلې خوشبو او خوند له امله په پخلي او خوراکي صنایعو کې په نړیواله کچه له هر کلي سره مخامخ شوي دي.