کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په دغه هېواد کې د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.
د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او په غير دولتي موسسو کې پر کار د بنديز د دويم کال په مناسبت په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې رينا اميري په یو خبري کنفرانس کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره یې د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه.
اميري په دې کنفرانس کې وویل: په افغانستان کې د ښځو د حالت له پامه غورځول نه يوازې د هغوى حقوقو ته زيان رسوي، بلکې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه هم کمزورى کولى شي.
هغې زیاته کړه، دغه وضعیت نه یوازې د افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کوي، بلکې د نړۍ په کچه د بشري حقونو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
هغې د افغان مېرمنو په هیلو باندې سترګو پټیدو ته اشاره وکړه او ويې ويل: “تر څو چې دغه خوبونه او آرزوګانې غلې پاتې شي، افغانستان به په تياره کې پاتې شي، مونږ بايد د افغان ښځو او نجونو غږ واورو او د هغوى د حقونو د تامين لپاره کار وکړو.”
رینا امیري د نړیوال پیوستون پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې پر بېلا بېلو هېوادونو غږ وکړ چې د بشري حقونو د دغو سرغړونو پر وړاندې ودرېږي او د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وایي، دا یوه نړیواله مسئله ده او مونږ نشو کولی په ساده ډول ورڅخه تیر شو.