کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د فلسطین د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې څخه تر دا مهاله د اسرائیلو په بریدونو کې ۶ سوه ۴۴ د بېلا بېلو لوبو لوبغاړي وژل شوي.
دغه فدراسیون دغه چاره د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د لوبغاړو هیلو پوره کېدو په موخه د دوی ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي.
د فلسطین روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اسرائیلو په بریدونو کې تر دا مهاله څه باندې ۴۵ زره فلسطینیان وژل شوي او له ۱۰۷ زرو ډیر نور ټپیان شوي.
په وژل شویو او ټپیانو کې اویا سلنه میرمنې او ماشومان ښودل شوي دي.