خبرونهنړۍ

د چمن سپین بولدک لارې د تړل کېدو ګواښ وشو

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د چمن اعتراضیه غورځنګ وایي، که غوښتنې ونه منل شي، نو د د چمن ـ سپین بولدک لارې به وتړي.

د دغه غورځنګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، که د دغه غورځنګ په قانوني او ټولنیزو غوښتنو غور ونشي، نو د چمن ـ سپین بولدک لاره به وتړي.

که دا اقدام ترسره شي، نو د پاکستان صادرات او واردات به بند شي، چې له مخې به د افغانستان او پاکستان په سوداګریزو اړیکو او اقتصادي وضعیت مستقیم تاثیر پریوزي.

د دغه غورځنګ ویاند ویلي: د چمن خلک نور د پاکستاني مقاماتو په دوه ګونې سیاست نه دوکه کیږي او په وینا یې په قانوني غوښتنو کې یې د اقتصادي شرایطو ښه کول، د امنیت تامین او ټولنیز حقوق ورکړه شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سیمې خلک واقعي او لیدونکي بدلونونه غواړي او نور د پاکستاني مقاماتو په تشو وعدو نه غولیږي.

 د دغه غورځنګ په وینا: که د پاکستان دولت یې غوښتنو ته پام ونه کړي، د لارو له بندولو پرته بل هیڅ اقدام نه ترسره کوي.