کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، نه یوازې د دغه هېواد، بلکې د سیمې د امنیت او پراختیا لپاره حیاتي اهمیت لري.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګي یي د «نړیوال امنیت او د چین د بهرنیو اړیکو» په نوم سمپوزیم په غونډه کې په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ.
هغه وویل: مونږ له افغانستان د یو پراخ بنسټه سیاسي چوکاټ د جوړولو او د بیا رغونې او سولې د تحقق لپاره ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړده، چې چین یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو په ځلونو یې د ټولشموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ډول غوښتنې د دوی په داخلي چارو کې د لاسوهنو په معنی بللي او خپل حکومت یې ټولشموله بللی.